Banner

ټپيزې: محمد حنيف حيران

06.02.2010 18:35

د زړه په سر مې ازغی مات دی
نم مې د سترګو دومره زيات دی
يوه دجــــــله بلـــــــــه فــــرات دی
حسن دې کم ظلم دې زيات دی
خلک د حسن مطابق ظلم کوينه

بند او زندان مې ماتوای شو
بار مې د غشو په سر وړای شو
سر مې دښمن نه پريکوای شو
که جنګ د تورو وای ما کړای شو
د نصيب جنګ دی وارخطا ولاړه يمه

ورک شه مېراث او ورکې شومې
د بري لار کې ډېرې لومې
شته دي ازغي او هم پېچومې
تورې وهه بری به مومې
که بری نه وي ځوانان تل په تورو مرينه

په سرو لمبو باندې ګډيږي
له خپله سره پرې تيريږي
سل وارې مري خو ژوندی کيږي
په مورچل هغه سړی خيږي
چې يا مين وي يا يې پېغله ناسته وينه

له يارانې مې په شا نشې
چې راته سر په ښېرا نشې
په دې کيسه وار خطا نشې
چې په کور نه وم ته رانشې
درته به لار په بڼو څوک جارو کوينه

مسافري په ښه زړه وکه
شپه ورځ په ځان باندې يوه که
زړه کې د ياد بله ډېوه که
ته په لوستلو صرفه مه که
نجونو پېغور راکړ چې يار دې امي شونه.

زیارت سهار 10.02.2010 18:07

Ziarat gul sahar
Salamona
yara Hiran Sahib pa goto da brakat sha chi dasi khista khista shayan leki ,aw bal grana wada khu da yad da chi da tapezo majmugha ba chapa wi khudi da waki chi zar mu was pri bar shi aw zamong nor da intizar pora kari

احمد 07.02.2010 16:20

der kha grana da dere mode bad me sta tapeze wolostle, rekhtia ham dere pa zra pore we, allah de pa qalam ke barakat wachawa

محمدالله ارین احمدزی 07.02.2010 09:13

یاره حیران صیب هغه متل ده چې وايي(کنز خو هرڅوک وايي خو خولو د ملافاروق غواړي)ستا دا ښکلې ټپيزې خو مې ډيرې خوښې شوې او ډيرې مې خوښيږي چې تل یې ولولم.
په ادبي مینه ورور دې
محمدالله ارین احمدزی

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.